انصار: ( د لړم ۶ مه)، د امریکا ولسمشر جوبایډن هیله ښودلې چې د اسراییل له خوا پر ایران وروستۍ هوايي حملې به په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ دې څپرکې ته د پای ټکی کېږدي.
بایډن خبریالانو ته وویل، ښکاري چې اسراییلو له پوځي مرکزونو پرته په ایران کې نور اهداف نه دي په نښه کړي او دی هیله من دی چې دا به د روان کړکېچ پای وي.
د بایډن ادارې وېره لرله چې ښايي اسراییل د ایران د تېلو یا اټومي ټاسیسات په نښه کړي.
اسراییلو پرون اعلان وکړ چې د ایران له لوري د روانې اکتوبر میاشتې د پیل د حملو په ځواب کې یې د جمعې په ماښام ایران د یوې هدفي او دقیقې حملې په ترڅ کې په نښه کړ.
تهران پرون وویل چې د دې هوايي حملو په نتیجه کې دوه ایراني سرتېری وژل شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34096
قرأ